نوموړی له ډان نیوز سره د مرکې پر مهال ویلي وو، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو موسسې فعالې دي.
هغه زیاته کړه، کېدای شي دغو ډلو ته د غیر دولتي موسسو نوم ورکړل شي. خو ایا کولی شو دغو ډلو ته اجازه ورکړو ترڅو له سرحد نه تېر شي او په ممبي ښار کې یې ۱۵۰ کسان په ډزو ووژني؟
د ښاغلي شریف دغه څرګندونې په هند کې غبرګونونه راپارولي دي او هندي رسنيو په خپلو راپورونو کې لیکلي چې د پاکستان د پخواني لومړی وزیر څرګندونې د ممبي برید تر شا د پاکستان د ښکېلتیا په ډاګه کوي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي نن د ملي شورا غونډه راوبلله.
د راپورونو له مخې، په دغه غونډه کې د جګپوړو پاکستاني چارواکو ترڅنګ د پاکستان پوځ لوی درستېز هم برخه اخیستی دی.
د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د پاکستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ښاغلي شریف د څرګندونو په اړه د اسلام اباد رسمي دریځ به څرګنده شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)