دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 163666
عبدالله عبدالله: ټاکنو کمیسیون کمیشنران ګواښل کیږی
افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی چی ټاکنو کمیسیون کمیشنران د ګواښ سره مخ دی او دا اداره یو خپلواک اداره ده او کمیشنرانو هر ډول ګواښ او یو کار ته اړ کول ورته د منلو وړ نه دی.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ (مې ۱۴) د وزیرانو شورا غونډې ته وینا کوله وویل، د رایې ورکوونکو د امنیت د خونديتوب لپاره د تذکرو پر کاپي باندې د نوم‌لیکنې د سټیکر لګولو په تړاو، د ټاکنو د کمیسیون څلورو کمیشنرانو مخالفت ښودلی، چې د هغوی د مخالفت پر بنسټ دغه پروسه عملي کیدلی نه شي.
د ښاغلي عبدالله پر وینا، د ټاکنو د کمیسیون په څلورو غړو فشار راوړل کیږي، چې له مخالفت لاس واخلي که نو استعفی ته به اړ شي.
اجرائیه رئیس دا و نه ویل، چې د ټاکنو د کمیسیون غړي د چا له خوا ګواښل شوي، خو زیاته یې کړه "د کمیسیون څلورو غړو په هغې مسودې کې چې تیره ورځ خپره شوه، خپل نظر ورکړی چې دا کار (د تذکرو پر کاپي باندې د سټیکرو لګول) له حقوقي او تخنیکي پلوه ممکن نه دی، کله چې ممکن نه دی پوښتنه ختمه ده. هیڅ بله پروسه دوام نه شي کولی او د افغانستان پر خلکو نه شي تحمیلیدلی".
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د امنیتي ګواښونو له امله د رایې ورکوونکو د تذکرو پر کاپي باندې د سټیکرو د لګولو پریکړه کړې، خو د دغه کمیسییون څلورو غړو، وسیمه بادغیسي، ملیحه حسن، معاذالله دولتي او عبدالقادر قریشي یې مخالفت کړی او هغه یې د قانون خلاف بللی دی.
 
https://avapress.com/vdcd9s0f9yt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته