دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 163726
پر فراه ښار د طالبانو برید او د نویو پرمختګونو په اړه د فراه والي څرګندونې
د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وایي فراه ښار د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه تصفیه شوې ده.
نوموړی زیاه کړه، چې فراه ښار نن سهار له وسله والو طالبانو تصفیه شوې او د نښتې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون ل تر لږه ۲۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د ښاغلي سالنګي په وینا، کابو دوه زره وسله وال له هلمند، زابل، او غور ولایتونو څخه د فراه ښار په برید کې ګډون کړي وو او د نښتې په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم تائید کړه چې فراه ښار له وسله والو له شتون څخه تصفیه شوې ده.
بلخو په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وایي، په فراه ولایت کې وسله وال طالبان دا مهال د امنیتي ځواکونو په محاصره کې قرار لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauen6i49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته