دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 163867
ننګرهار کې د کریکټ لوبغالي کې چاودنو ګڼ شمیر کسان وژلي
په ننګرهار ولایت کې د کریکټ یوه لوبغالي کې د لوبې پرمهال چاودنه شوې چې پایله کې يې ګڼ شمیر خلک وژل شوي او ټپیان شووي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وایي داداپيښه تیره شبه (جمعه د غویي اته ویشتمه) د شاوخوا یوولس بجې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د درې پرلپسې چاودنو په ترڅ کې رامنځته شوې ده چې پایله کې یې ۸ تنهملکي وګړي وژل شوي او۴۵ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اته تنه ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي او پاتې ۳۷ یې اوس هم تر درملنې لاندي دي.
وژل شوو کې د دې سیاليو ترتیب کوونکی او د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهیر،د لغمان ښاروالۍ مرستیال ډاکټر نیکمل، ربیع الله، خاطر ماشوم، سید محمد، اجمل او قاري حميد شامل دي، خو د يو تن هويت لا معلوم ندی.
دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې د ولسي وګړو په منځ کې په ځانګړي توګه لوبغالو کې د لوبو پرمهال ورته پيښې کیږي، د نوي کال په پیل کې په هلمند ولایت کې هم په لویه لوبغالي کې موټربم چاودنه وشوه، چې ګڼ شمیر ولسي وګړي پکې ووژل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3w9quak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته