دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 163978
د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۷ تنه د قاچاق په تور نیول شوي
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اووه تنه د قاچاق په تور ونیول شول.

له نشه‎يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دې اوو تنو غوښتل په خپلو خېټو او بکسونو کې څلور کېلو ګرامه هیروئين د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي چې پولیسو ونیول.
په ورته وخت کې پولیسو په کابل، جوزجان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ۱۳ تنه نیولي دي چې څو کېلو ګرامه هیروئين، ۱۱۴ کېلو ګرامه تریاک، ۱۵۷کېلو ګرامه چرس، ۸۱۱ کېلو ګرامه کیمیاوي مواد او ۴۲ ګرامه شیشه يا کرسټال هم ورسره نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcjatevouqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته