دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 164092
کندهار ښار کې د تیری ورځي چاودنې تلفاتو شمیر ۱۶ شهید او ۳۸ ټپیانو ته رسیدلي
په کندهار کې چارواکې وایی چی تیره ورځی ماسپښین موتر کې ځای پرځای شوی ماین چاودنې له امله چی د کندهار ښار په ۱۴ حوزه کې رامنځته شو، ۱۶ تنه شهید او ۳۸ تنه نور ټپیان شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، صمیم خپلواک، د کندهار والی ویاند رسنیو ته ویلی دی چی ددی بوم چاودنې له امله، ۱۶ تنه وژل شوی او ۳۸ تنه هم ټپیان شوی دی.
دا پیښه تیره ورځ غرمی ته نږدی په ۱۲:۳۰ کې د جوزا په اوله په یو کندواله سرای حضرت جی بابا سیمه کې رامنځته شوی دی.
د کندهار والی ویاند وایی دا موټر په یو خرابه سرای کې ولاړ او متوقف وو.
ملی امنیت ځواکونه دا موټر کشف کړی وو او د خنثی کولو لپاره یی عملیات جریان درلود چی دا چاودنه رامنځته شوی.
ویل کیږی چی ددی پیښی ډیر قربانیان غیری نظامیان دی.
یو شبکه ریپورت ورکړی چی یاد پیښی مسؤولیت داعش ډله په غاړه اخیستی دی.
 
 
https://avapress.com/vdchwknzi23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته