ټاکل شوې چې نوموړی د لوړپوړي نظامي پلاوي په مشری سبا پاکستان ته سفر وکړي.
د ارګ ماڼی په وینا، ښاغلي اتمر او د افغانستان نظامي چارواکي د پاکستان لومړی وزیر په بلنه او د ولسمشر محمد غني په لارښوونه دغه هېواد ته سفر کوي.
د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان لومړي وزیر له جمهور رئیس غني څخه په رسمي بلنلیک کې غوښتي چې د افغانستان لوړ پوړی امنیتي پلاوی دې یاد هېواد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو نظامي پلاوي دې د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لارښوونه به د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی سبا په اسلام اباد کې د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ د یاد هېواد له نظامي پلاوي سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د جمهوري ریاست دفتر په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)