دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 164285
ارگ: د قبایلي سیمو ادغام د ١٩٢١ میلادي د هوکړې خلاف دی
د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان له لورې سیاسي او نظامي اقدامات د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ د ١٩٢١ میلادي کال د هوکړې خلاف عمل دی.
ارگ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د میشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلیدو په هدف د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه یې تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي.
ارگ وایي "په دغو سیمو کې مو سیاسي او نظامي اقدامات بې له دې څخه چې د دواړو لوریو په مشوره وشي، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی."
د افغانستان جمهوري ریاست وایي د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د انضمام پریکړه کړې ده چې په دغو سیمو کې پوځي وضعیت حاکم دی. ارگ وایي "د قبایلي سیمو په اړه هره پریکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، تر څو د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي."
اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان حکومت په قبایلي سیمو کې د استعمار د وخت زاړه او غیر انساني سیستم د حاکمیت په درک سره په یو اړخیزه توګه د قبایلي سیمو د خودمختارۍ د سلبولو پریکړه چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان حکومت مشوره په کې شامله نه وي، د ستونزې حل نه بولي.
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزارت معین محمد یعقوب احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د برتانوي هند سره د افغانستان د شوې موافقې له مخې باید د دغو سیمو په اړه د هرې پریکړې په باب له افغان حکومت سره مشوره وشي.
هغه وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به ژر په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.
پاکستان ته د افغانستان د یو لوړ پوړي نظامي پلاوي سفر
د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لارښوونه به د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی سبا اسلام اباد ته لاړ شي او د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ د هغه هېواد له نظامي پلاوي سره به د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان صدراعظم له جمهور رئیس غني څخه په رسمي بلنلیک کې غوښتي وو چې د افغانستان لوړ پوړی امنیتي پلاوی دې هغه هیواد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو نظامي پلاوي دې د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولی ۳مه) د پاکستان مرکزي پارلمان "قومي اسمبلۍ" په یو بې ساري اقدام کې د خیبر پښتنخوا په ایالت کې د قبایلي سیمو(فاټا) د ادغامولو قانوني مسوده منظوره کړه.
د دې مسودې پر اساس به د فدرالي نظام لاندې سیمې، چې د (فاټا) په نوم یادیږي، د پاکستان په حکومتي نظام کې شاملې شي.
اوس دا مسوده د پاکستان مشرانو جرګې ته ځي او که مشرانو جرګه یې هم تصویب کړي نو عملي بڼه به واخلي.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم د دې قانون د منظورۍ ملاتړ کړی دی. خو په پارلمان کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قبایلي سیمو د ادغام سره مخالفت کړی دی او په دې اړه یې د پنجشنبې د ورځې په رایه اچونه کې هم برخه نه وه اخسیتې.
د برتانوي هند او د افغانستان د وخت د واکدرانو ترمنځ د پریکړې له مخې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې اوه قبایلي اجنسۍ رامنځ ته شوې، چې د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته د پښتنو د نورو سیمو پرتله د دغو اجنسیو اوسیدونکو تر یوه حده د خپلو چارو په تنظیم کې خپلواکي لرله.
د دې موافقې له مخې د فاټا یا قبایلي سیمې ازادې سیمې بلل کیدلې او فدرالي حکومت یې چارې تنظیمولې، خو دوې خپله داخلي ازادي لرله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwab8srhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته