دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 164574
امریکا پوځ پر طالب ډلمشرانو د HIMARS توغندیز برید ویډیو خپره کړه
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کې د جګپوړو طالب ډلمشران پر یوه امن ځای د HIMARS توغندیز برید ویډیو خپره کړه.

د راپورنو له مخې، د طالبانو د سوق او ادارې پر مرکز د HIMARS توغندي په وسیله برید د مې میاشتې په ۲۴ نیټه په موسی قلعه ولسوالی کې ترسره شوی.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن پرون د ویډیو کنفرانس له لارې په پنټګان کې خبریالانو ته وویل، چې د هلمند په موسی قلعه ولسوالی کې د HIMARS توغندیز برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ تنه طالب ډلمشران وژل شوي.
هغه زیاته کړه، چې ائتلافي ځواکونه لا هم د وژل شویو طالب ډلمشرانو مشخصاتو په اړه معلومات ترلاسه کوي خو د وژل شویو په ډله کې د تش په نامه د طالبانو مرستیال والي هم شامل دي.
د جنرال نیکولسن په وینا، په موسی قلعه کې هغه طالب ډلمشران په نښه شوي چې څو موده وړاندې د فراه ښار په برید کې برخه اخیستي وو.
خو وسله وال طالبان د ناټو ځواکونو دغه راپور ردوی او ادعا کوي چې د برید په ترڅ کې دوه ملکي کورونه په نښه شوي او په ترڅ کې پنځه مکلي وګړي وژل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm0qs02bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته