دوی وایي، چې ډېري ترهګر په هغو مرمۍ ضد موترو کې رالیږدول کیږي، چې په هېواد کې یې شمېر له ۵۰۰۰ ډېر ندی.
په ولسي جرګه کې د میدان او وردګ استازی غلام حسین وایي: ځانمرګي په حکومت کې دننه د یو شمېر کړیو په مرسته رالیږدول کیږي. دا اندېښنه د ټینګار وړ ده؛ خو په خواشینۍ، چې حکومت تل دا اندېښنه رد کړې او بېشرمانه وایي، چې مرمۍ ضد موتر د پارلمان غړي د ځان ساتنې لپاره کاروي. څومره له شرمه ډکه خبره ده. کله، چې امنیت خوندي کولی نشئ؛ شرافتمندانه استعفا ورکړئ.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي څرګنده کړې، چې: لږ تر لږه ان مرمۍ ضد موترو ته پلیتونه وېشل شوي ندي؛ کیدی شي پر نورو وزارتونو هم ورته بریدونه تر سره شي.
د ولسي جرګې دوه یم مرستیال امیر خان یار له حکومت وغوښتل، چې د هېوادوالو د امنیت په خوندي کولو کې عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي امیر خان زیاته کړې، چې: په ننګرهار ولایت کې عام وګړي بمبارد شوي دي. زمونږ غوښتنه داده، چې د بېګنا وګړیو له وژلو ډډه وشي او حکومت خپله پاملرنه ورواړوي؛ ځکه، چې نور خلک له اوسني حالته ستړي شوي دي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي څرګندوي؛ د جګړې کمزورې رهبري د ترهګرو د هڅو د پراختیا علت دی. که حالات همداسې روان وساتل شي او د جګړې بڼه بدله نشي، ناامني به ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)