په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د طالبانو پر وړاندې عملیات د طوفان-۱۰ عملیاتو په چوکاټ کې ترسره شوي.
سرچینه زیاتوې، چې امنیتي ځواکونو د توپچي او هوایي بریدونو په مرسته د قفلاتون، منچقور او قروق سیمو کې د طالبانو پر مواضعو عملیاتو ترسره کړي.
د شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د شاهین قول اردو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۴ مشکوک کسان نیول شوی هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه دی اوښتې.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې د تخار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې له څو ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري.