دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 164808
د عصمت الله معاویه او افغانستان جنګ په اړه د رحمت الله نبیل تازه څرګندونې
د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني رئیس رحمت الله نبیل وایي د تحریک طالبان پاکستان اړوند عصمت الله معاویه د ترهګرو ډلو په ملاتړ کې افغانستان ته جنګیالي استوي.

نوموړی په خپل ټویټر پاڼه کې د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې عصمت الله معاویه په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو ډلو مشری یې په غاړه لري.
ښاغلي نبیل وایي، معاویه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پوځ د استتخباراتو په مرسته د پنچاب ویهاري ولسوالی ته وتلی وو.
د ملي امنیت پخواني رئیس وایي، معاویه دا مهال بېرته شمالي وزیرستان ته ستون شوی دی او افغانستان او کشمیر ته یې ترهګرې استوي او د جهاد د تر نوم لاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د لمنځه وړلو په موخه د وژلو پلان جوړوي.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.
افغان چارواکي وایي، حقاني شبکې د طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان ځواکونو او حکومت بریدونه کوي.
بلخوا د د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور نن له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې ښایي د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې ځینې پاتې شونې شتون ولري، خو هغه ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې په منظمه توګه د پاکستان په خاوره کې فعالیت نه لري.
نومړی په همدې حال کې، د پاکستان له خاورې څخه یې، د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې پر بهیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کډوالو د بېرته راستنېدو په صورت کې به یې پاکستان پوځ د ترهګرو ډلو ټولو پاتې شونو په وړاندې جدي ګامونه پورته کړل شي.
 
https://avapress.com/vdccx0qs42bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته