یاد ډله ادعا کوي چې د تیرې ورځې غونډې تر شا د امریکا متحده ایالتونو د پوځ لاس ښکیل دی ترڅو پر وسله والو طالبانو فشارونه ګړندي کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په مهال وویل چې امریکا پلان لري په روان کال کې په طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي.
مجاهد وایي، د امریکایي ځواکونو قوماندان غواړي په طالبانو پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه راوړي.
هغهه زیاته کړه «د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د دیني عالمانو په نامه فرمايشي، غونډې به جوړیږي او په دې غونډو کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او له ولس کلن جهاد وروسته به د هغوی د مبارزې مشروعیت له دیني اړخه چیلنج کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې سلګونو دیني عالمانو په پلازمېنه کې ښال کې د یو ګډ فتوا په صادرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه حرام وبلله او پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره د افغان حکومت وړاندېزونو ته مثب ځواب ووایي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)