دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 164864
پاکستانې چارواکې: د افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره هر اړخیزه مرستې ته تیار یو
پاکستان پوځ چارواکې وایی چی پاکستان په افغانستان کې سوله غواړی او بهرنیو ځواکونو وتلو په تمه دی.

د پاکستان پوځ جنرال اصف غفور پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې د دغه هدف د ترلاسه کولو په موخه پاکستان چمتو دی چې له بهرنیو ځواکونو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
جنرال غفور همداراز د پاکستان په خاوره کې حقاني شبکې مشرتابې په اړه راپورونه رد کړل.
خو هغه د طالبانو او حقاني شبکې د پاتې شونو د شتون په اړه احتمالات نه ردوي او د ستونزې د حل په موخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلارې تر اعلان وروسته د واشنګټن او اسلام ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خرم دستګیر تېره اوونی وویل چې د پاکستان په وړاندې د واشنګټن د وروستي دریځ په غبرګون کې به اسلام اباد له یاد هېواد سره پر خپلو اړیکو غور وکړي.
 
https://avapress.com/vdcepe8zejh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته