دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 165274
د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غوڼډه کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د دښمنانو له خوا ترسره شوي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو وغندل شول
حکومتي چارواکي باید اعلان شوي اوربند ته ژمن پاته شي ځکه چې په افغانستان کې ډېرې تروریستي ډلې فعاله دي اوهم د کابل پرونی برید بلې تروریستي ډلې په غاړه واخیست؛ دغه راز یې ټینګار وکړ چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه باید خپل کشفي او استخباراتي فعالیتونه غښتلي کړي او اوربند ته په کتو دې ، خپل مسؤلیتونه او دندې په ښه توګه پر مخ یوسي او مخالفینو ته دې اجازه ور نه کړي ترڅو په بېلابېلو سیمو کې زموږ خلک تر خپلو بریدونو لاندې راولي.
سناتورانو په داسې حال کې چې یو ځل بیایې د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان په اړه د ولسمشر او طالبانو د پریکړې څخه هرکلی کاوه، وویل جنایت کاره ترهګرو د کلیو د پراختیا او بیارغاونې وزارت په کارمندانو، او د ننګرهار او کندز ولایتونو په ځینو برخو کې په خپلو ناروا بریدونو سره غواړي کومې هیلې چې د سولې له پاره راټوکیدلې، تر پوښتنې لاندې راولي چې په کار ده  هېوادوال د صبر او حوصلې څخه کار واخلي او د دې خاورې د دښمنانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې رانشي، ځکه د افغانستان خلک د سولې تږي دي او څلویښت کلنې جګړې او بدبختۍ له هرې خوا هېواد له نیستۍ او کړښت سره مخ کړی چې باید د رامنځته شوي فرصت څخه ګټوره استفاده وشي ځکه د نړیوالي ټولنې په ګډون د هېواد مطلق اکثریت د اوربند بهیر څخه هرکلی او ملاتړ کړی او یو ښه فرصت یې ګڼلی.
  سناتوران د وروستیو پیښو د شهیدانو دکورنیو په غم او خفګان کې ځان شریک وګاڼه او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او ټینګار یې وکړه چې باید چارواکي د پيښې د ټپیانو د درملنې په برخه کې لا زیاتې هڅې او کوښښونه وکړي او حکومت دې هم د روغتونونو او په ځانګړې توګه د کابل ښار د استقلال روغتون د معیاري کولو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي تر څو دتروریستي پیښو درامنځ ته کیدو په صورت کې ورته په آسانۍ سره رسیدګي وشي.
دمجلس غړو د کوچني اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ټول مسلمان ملت ته مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه په دې ورځو کې اعلان شوی اوربند دوام ومومي او ټول هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې سوله ییز او د تاوتریخوالي پرته خپل ژوندون ته دوام ورکړي.
 یو شمېرسناتورانو کابل ته دپاکستان دلوی درستیز دراتګ په اړه وویل، تجربو ښودلې چې یاد هېواد په خپلو ژمنو ولاړ نه دی، خو تمه ده  چې دا ځل په رښتینې توګه د سولې بهیرکې افغانستان سره همکاري وکړي او د هېواد په چارو کې د لاسوهنو څخه ډډه وکړي.
 په همدې توګه، د مشرانو جرګې عمومي ناستو او دکمېسیونونو غونډو کې د ځینو حکومتي چارواکو د نه راتګ څخه نیوکه وشوه او څرګنده شوه چې د ځواب ویلو په موخه د دوی نه راتګ د اساسي قانون خلاف دی، باید چارواکي دپلمو څخه ډډه او مخنیوی وکړي او د کمېسیونونو ناستو او عمومي غونډو کې چې د هېوادوالو د ستونزو د حل لارو د موندلو په موخه دي ګډون وکړي.
22-Jawza97-JAL2.JPG 
د اندړو په ګډون د غزني ولایت د ځینو ولسوالیو د امنیتي وضعیت د خرابیدو او د سختو جګړو له امله د خلکو بیځایه کیدل، غزني کې د ټاکنیزو ستونزو د حل لارو په موندلو ټینګار، په نشه یی توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین څخه یادوونه، د روغتیایی پلوه د هېواد د زندانونو او په ځانګړې توګه د څرخي پله زندان د ستونزو په حل ټینګار، د امنیتي او دفاعي منسوبینو تبدیلۍ او رخصتیو کې د بی عدالتیو څخه یادوونه، د وسله وال پوځ د ټپیانو درملنې ته د حکومت په پاملرنه ټینګار، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د وارثینو د حج ونډې د ناڅرګندوالي او د کابل پرونۍ پیښه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د نړیوالو چارو د کمېسیون د  دستیار محمدعلي شریعتي د میرمن او خښینې د شهادت او  کوچنۍ لور د ټپی کیدو له امله د سناتورانو له خوا  د خواخوږی او غم رازۍ څرګندول او ځینې نور مسایل مطرح شول.
په پای کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت په کارکوونکو ترهګریز برید او د ننګرهار او کندز ولایتونو وروستۍ بدې امنیتي پيښې په سختو ټکو وغندلې او د شهیدانو کورنیو سره د ډاډګیرنې د څرګندونو تر څنګ ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه او هم یې د جرګې د دارالانشاء د کارکوونکي محمد علي شریعتي د کورنۍ څخه د ډاډګیرنې په موخه چې دکابل په پرونۍ پیښه کې یې دکورنۍ دوه تنه په شهادت رسیدلي وو، درسیدګي په موخه د مجلس دیوشمیر غړو او د دارالانشا د لوی ریاست له مسئولینو قدرداني وکړه او پریکړه وشوه چې اداری پلاوې او ټول سناتوران دي د نوموړي د کورنۍ لازم لاسنیوی وکړي
فضل هادي مسلم یار زیاته کړه چې حکومتي چارواکي باید اعلان شوي اوربند ته ژمن پاته شي ځکه چې په افغانستان کې ډېرې تروریستي ډلې فعاله دي اوهم د کابل پرونی برید بلې تروریستي ډلې په غاړه واخیست؛ دغه راز یې ټینګار وکړ چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه باید خپل کشفي او استخباراتي فعالیتونه غښتلي کړي او اوربند ته په کتو دې ، خپل مسؤلیتونه او دندې په ښه توګه پر مخ یوسي او مخالفینو ته دې اجازه ور نه کړي ترڅو په بېلابېلو سیمو کې زموږ خلک تر خپلو بریدونو لاندې راولي.
22-Jawza97-JAL3.JPG 
د مجلس رئیس هیله څرګنده کړه چې ټول وسله وال مخالفین دې د تاوتریخوالي او د هېواد د اوسېدونکو د وژنې لاس واخلي او د افغان حکومت د سولې د بهیر په اړه دبیساري وړاندیز په هکله اقدام وکړي او څرګنده یې کړه هر هغه حکومتی چارواکۍ چې دمجلس په برابر کې بې اعتنایي وکړي په دې اړه به د مجلس غړي د قانون سره سم لازمې پریکړې وکړي اوهم به  یاده موضوع د هېواد ولسمشر سره هم مطرح شي. په پای کې د محمد سالم ایزدیار او ملګرو د شهادت د لومړي تلین له کبله د نوموړو کورنیو ته تسلیت ووایه اوځینې نور موضوعاتو د څېړلو په موخه یې د مجلس اړوندو کمېسیونونو ته دنده ورکړه .        
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0mn6y49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته