دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 165285
طالبانو کندز قلعه ذال ولسوالۍ اقتپې په سیمه کې ملی اردو او ملی پولیسو پر پوستو برید کړي
د کندز امنیه قوماندان ویاند انعام الدین رحمانی وایی چی طالبان قلعه ذال ولسوالی اقتپې په سیمه کې ملی پولیسو او ملی اردو پوستو باندی برید کړی چی ۱۰ تنه سرتیری خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې په دغه جګړه کې مخالفو وسله والو ته هم تلفات اړول شوي دي، رحماني د مخالفینو د تلفاتو شمیر ۱۵ تنه وښوده خو د سیمې خلک وايي چې ۱۰ تنه د ملي پولیسو او ۵ تنه د ملي اردو سرتیري په دغه جګړه کې وژل شوي دي.
د قلعه ذال په اقتپه کې دغه برید د طالبانو د سرې قطعې وسله والو کړی دی.
تیره ورځ هم وسله والو طالبان د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر امنیتي پوستو په برید کې ۲۴ تنه محلي پولیس وژلي وو.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو ویاند ادعا کوي چې نن سهار وختي یې د افغان ملي پولیسو او ملي اردو ۱۸ تنه سرتیري په یوه برید کې وژلي دي او ۲ هاموی مرمۍ ضد ټانکونه یې هم نیولي دي.
په قلعه ذال کې په دوه ورځو کې ۳۴ تنه امنیتي سرتیري په داسې حال کې د وسله والو طالبانو له خوا وژل کیږي چې جمهور ریس د روژې له ۲۷ ورځې د اختر تر پنځمې او وسله والو طالبانو د اختر له لومړۍ ورځې تر دریمې پورې اوربند اعلان کړی دی.
د کندوز اوسیدونکي د روانې جګړې او د اوربند د اعلانولو په اړه داسې وايي:د سیمې خلک که څه هم د طالبانو له خوا د اوربند اعلانولو ته خوشاله دي، خو هیله لري چې په دغو دریو ورځو کې دواړه خواوې د جګړې د ختمیدو لپاره اووږد اوربند اعلان کړي.
 
https://avapress.com/vdcc4pqsp2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته