دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 166216
آی خانم بندر د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی
سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ پر سرحدي کمیسارۍ او ای خانم بندر د طالبانو له بریده خبر وو؛ خو د پولیسو د بې پروایۍ له کبله کمیساري او بندر د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی دی.
 

د پولیسو د مشرتابه او د تخار د سیمه ییزو چارواکو کمزوری مدیریت د دې لامل شوی، چې هره ورځ د دې ولایت د ولسوالیو يوه برخه د جګړې ښکار کیږي او یا یې طالبان نیسي.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور څرګنده کړې، چې طالبانو د کمیسارۍ ټول تجهیزات د وسایطو په ګډون یا سوځولي او یایې له ځان سره وړي دي.

د ښاغلي تیمور د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو په برید کې دوه سرحدي پولیس وژل شوي، دوه ټپیان دي او ۶ نور ژوندي نیول شوي دي.   

هغه زیاته کړې، چې طالبانو ۴ رنجر، دوه هاموی تانکونه او د بندر ودانۍ سوځولي دي. یو تانک، یو رنخر او  د کمیسارۍ پوځي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

آی خانم بندر د دشت قلعه ولسوالۍ لویدیځ لوري ته پروت کم عایده سوداګریز بندر دی، چې د خامه سړک، ناامنۍ او له تاجکستان سره د پله د نشتوالي له کبله سوداګرو په کې لږ پانګونه کړې ده.  

د چارواکو په وینا؛ له دې لارې په اوونۍ کې د سوداګریزو کالیو ډک له ۵ لږ وسایط  صادریږي او دوه وسایط سمنت له تاجکستان څخه راواردیږي.

د مدني ټولنو فعالان د سیمه ییزو چارواکو بې پروایي د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو علت بولي او د کوکچې سیند پر غاړه د پرتو ولسوالیو د امنیت پر خوندي کولو ټینګار کوي.

دغه برید په داسې حال کې د طالبانو لخوا تر سره کیږي، چې دوه ورځې مخکې په چاه آب ولسوالۍ کې ۱۶ سرحدي پولیس یې هم وژلي او ۶ نور ژوندي نیول شوي وه. د نیول شویو سرتېرو برخلیک تردې دمه څرګند شوی نه دی. دغه راز تېره میاشت د دشت قلعه ولسوالۍ مرکز هم طالبانو نیولی و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchz-nz-23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته