دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 166252
ولسمشرۍ ماڼۍ د محقق دا ادعا ردوي
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال ادعا کوي، چې د افغانستان اویا په سلو کې خاوره د وسلوالو مخالفینو تر ولکې لاندې ده.
د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق د جمعې ورځې پر ماښام( د چنګاښ ۸) د راروانو ټاکنو په اړه خپلې ځانګړې خبرې خپرې او په ډاګه یې کړه؛ داسې راپورونه هم شته، چې د هزاره ګانو پر ضد د دولتي استخباراتو پر لمسون د حکومت پلوه طالبانو جګړه روانه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نه یوازې اویا سلنه خاوره له طالبانو سره ده، بلکې په هېواد کې یې سراسري ټاکنې هم تر پوښتنې لاندې راوستې دي.
د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي د هزاره ګانو د امنیت په اړه هم غبرګون ښودلی او څرګندوي، چې د هزاره ګانو پر ضد جګړه کې یو شمېر حکومتي کړۍ هم ښکېلې دي.
نوموړی له داسې راپورونو پرده پورته کوي، چې حکومت له طالبانو سره له درې ورځني اوربند وروسته په هزاره میشتو سیمو کې یوه ناورین ته لار اوره کړې او پر هزاره میشتو ولسوالیو د وسلوالو مخالفانو د برید په ملاتړ کې دولتي استخبارات هم لاس لري.
محمد محقق ویلي، طالبان پر جاغوري ولسوالۍ برید ته چمتوالی نیسي او که حکومت د هغو مخه ونه نیسي؛ نو کورنۍ جګړه به د قومونو تر منځ پیل شي.  
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبانو په تېرو اتلس کلونو کې په لومړي ځل له حکومت سره له جګړې لاس اخیستی او نېغ په نېغه یې له هزاره قوم سره د جګړې اعلان کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د محقق دا ادعا ردوي او وایي، محمد محقق په دا راز خبرو ملي ګټې له شخصي ګټو قربانوي.
د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوری وایي، چې: د محقق ادعا بې بنسټه او له واقعیته لیرې ده. دا، چې هره ادعا لري؛ قانون ته د ځواب ورکوونکي شخص په توګه دې خپله ادغا ثابته کړي او کنه د خپلو شخصي ګټو لپاره دې ملي او د ملي امنیت ګټې نه زیانمنوي او عامه ذهنیتونه دې هم له اندېښنو سره نه مخ کوي.   
د محمد محقق دا ادعاوې په داسې حال کې راپورته شوي، چې له طالبانو سره د حکومت یو اړخیز اوربند پای ته رسیدونکی و او ولسمشر ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پرطالبانو د بریدونو امر ته چمتووالی نیوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm-nzi23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته