دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 166276
په امریکا کې د مهاجرت ضد پالیسی په وړاندی مظاهرې
د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې زرګونه کسانو شنبه د جون په ۳۰ مه نیټه د مهاجرت ضد پالیسی په وړاندی مظاهری کړي دی.

په واشنګټن کې هم پرون سلګونه کسانو سپینې ماڼۍ ته پر مخامخ څلور لاري په مظاهره کې ګډون کړی و.
په واشنګټن کې مظاهره چیانو وویل، د امریکا سرحدي ساتونکي او ځانګړي پولیس باید هغه وګړي چې په غیرقانوني لارو امریکا ته ورځي، د هغوی له ماشومانو جلا نه کړي.
مظاهره چیانو په هسپانوۍ او انګلیسي ژبه شعارونه لېږدول.
هغوي "د مهاجرینو کوچنیان پېدا کړئ" او "د مهاجرینو ماشومان چېرته دي؟" نارې وهلې او شعارونه یې خوځول.

ه واشنګټن کې مظاهره چیانو وروسته د امریکا د عدليې وزارت تر ودانۍ مارش وکړ.
د امریکا په تکزاس ایالت کې چې د مکسیکو پر سرحد پروت دی، مظاهره چیانو د امریکا پر حکومت غږ وکړ چې مهاجرین دې د هغوی له ماشومانو نه بېلوي او هغه ماشومان چې له مېندو او پلرونو بېل شوي، باید له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د غیرقانوني مهاجرینو پرضد د "صفر زغم" پالېسي غوره کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcd590f9yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته