نوموړی پرون ناوخته له ولسمشر غني سره په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل چې جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي یو واضح پیغام استوي – وسله وال طالبان نشي کولی له افغانستانه د امریکا د وتلو انتظار باسي.
د ارګ ماڼی له مخې، ښاغلي پامپیو نوموړی د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنې او دغه راز د امریکایي ځواکونو د قربانیو د ستایلو ترڅنګ وویل، دا مهال د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د خلکو ترڅنګ د یوه پایداره شریک په توګه قرار لري.
نوموړي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژۍ د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره مثبته وارزوله وې ویل، موږ د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو سره د خوندي او باثباته شرایطو د رامنځته کولو په خاطر په دې هېواد کې کار کوو.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل: ډېری طالبانو دا ټکی درک کړی چې له پوځې لارې نشي بریالي کېدای او دا موضوع د جمهوررئیس ټرمپ د ستراتېژۍ او دغه راز د جمهوررئیس غني له لوري د اوربند اعلان ته د طالبانو له ځواب سره ژور ارتباط لري.
مایک پامپیو زیاته کړه، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې پروسې او د دې هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د امریکا متحدایالتونه له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)