دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 166918
د جلال‌آباد د پوهنې ریاست پر ښاري مدیریت وسله‌وال برید شوی
د جلال‌آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د پوهنې ښاري مدیریت ته یو شمېر وسله وال ورننوتي او د مدیریت ځینو خونو ته یې اور اچولی دی.
سرچینه وايي چې په ودانۍ کې دننه چاودنې هم شوي او تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته، خو امنیتي ځواکونه سیمې ته ور رسېدلي دي.
پېښه څه باندې نهه بجې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي برید تایید کړی او وايي د مدیریت دننه چاودنې هم شوي دي.
دننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب‌الله کامه‌وال امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د برید له ځای څخه ۴ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
د پوهنې ریاست ویاند محمدآصف شینواری وايي، چې بریدګرو په پیل کې، د پوهنې د ښاري مدیریت یو ساتونکی په دروازه کې وواژه او له هغې وروسته د مدیریت ودانۍ ته وردننه شول.
د پوهنې ریاست ښاري مدیریت ته څېرمه د نازو انا نجونو لېسه، استقلال هلکانو لېسه، دار الملعلمین، شهید محمد عارف لېسه هم موجوده ده.
د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی. له دې وړاندې داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې ښوونځیو او تعلیمي ادارو باندې د بریدونو ګواښ کړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgq39q7ak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته