د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وایيٍ، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په لار کې د پام وړ هڅې شوي؛ خو طالبان د خپلو ګټو لپاره له لویې لارې څخه د نشه یی توکو د قاچاق په وخت کې امنیتي ځواکونه بوخت ساتي او بریدونه کوي.
نوموړي په ډاګه کړې، چې د بغلان د لویې لارې په اوږدو کې ناامني د نشه یی توکو له قاچاق سره تړلې ده.
هغه دا ټینګار هم کړی، چې وسلوال مخالفین نشي کولی په دې ولایت کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هڅو مخه ونیسي او دغه ځواکونه به نور هم ګړندي ګامونه پورته کړي.
هغه دغه راز څرګنده کړې، چې جګړه او د نشه یی توکو قاچاق په دې ولایت کې د یوې سکې دوه مخونه دي.
د چارواکو په وینا؛ په بغلان کې د نشه یي توکو کښت تر اوسه نه دی صفر شوی؛ خو د کروندو د له منځه وړلو او قاچاقګرو د نیولو په موخه چټکه مبارزه روانه ده.