دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 169096
د فاریاب بلچراغ ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط وکړ
سیمه ایز چارواکې په فاریاب کې خبر ورکوی چی ددی ولایت بلچراغ ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.
 
د فاریاب والی وویل، بلچراغ ولسوالی امنیتی ځواکونه د درو ورځو راهیسی د طالبانو تر ګواښ لاندی وو او هیح دولت مرسته د هغوی سره ونه شول او بلچراغ ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د خپاره شوی ریپورتونو په اساس، تیره شپه د بلچراغ ولسوالی د طالبانو سره بیله کوم نښتې سقوط وکړ او ټول دولتی ځواکونه او سرتیری چی شمیر یی ۴۰ تنه رسیده، طالبانو ته اسیر شو.
طاهر رحمانی، د فاریاب ولایتی شورا مشر هم رسنیو ته وویل چی تراوسه هم نور ۱۱ ولسوالی تر ګواښ لاندی دی.
ښاغلی رحمانی زیاته کړه: د یو اونۍ مخکې دا ځواکونه د محاصری لاندی وو او مهمات یی خلاصه شوی وو او په ناچاری سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
هغه وویل چی طالبان اسیر سرتیری کولیان په نامه یو سیمې ته لیږلی دی.
طالبانو هم د یو پیغام په خپرولو سره رسنیو ته تایید کړی دی چی په دی ولسوالی پوری اړوند ځواکونه هغوی سره یوځای شوی او د فاریاب بلچراغ ولسوالی کنترول هغوی اختیار ته ورکړ.
په دی حال کې فاریاب پولیس او شاهین ۲۰۹ قول اردو چی د شمال او شمال ختیځ زوند د دفاع مسؤولیت په غاړه لری، ددی ولسوالی د سقوط په اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcgyy9q3ak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته