دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 174571
داعش تر طالبانو لوی ګواښ‌ دی- امریکايي استازی
د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شپږ کسیز پلاوی افغانستان ته تللی و چې هلته روان حالت وارزوي.

د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شپږ کسیز پلاوی افغانستان ته تللی و چې هلته روان حالت وارزوي.
په دغه پلاوي کې د کانګرس د وسله وال خدمت د کمیټې غړي شامل وو چې مشر یې جیم بانکز و. ښاغلي بانکز افغانستان ته له خپل درې ورځني لنډ سفر وروسته د ګزیت ژورنال ته وویل چې دا هېواد "د ۲۰۱۴-۱۵ کلونو په پرتله، نور هم خطرناک شوی دی."
د کانګرس دغه پلاوی تېره یکشنبه کابل ته ولاړ او د سه شنبې په ورځ بېرته راغی. د دوی د بېرته راتګ په ورځ په کابل کې د (میلادالني) په مراسمو ځانمرګی برید وشو چې شاوخوا ۵۵ تنه یې ووژل او څه باندې ۷۰ نور یې ژوبل کړل.
ښاغلي‌ بانکز وویل "ما ډېر څه ولیدل او د توقع خلاف مې ډېر څه زده کړل. د اوس لپاره د داعش-خراسان ډله تر طالبانو لوی ګواښ دی، چې دا یوه نوې مسئله وه." ښاغلی بانکز په ۲۰۱۴-۱۵ کلونو کې په افغانستان کې و.
دی وايي هغه مهال به په کابل کې له یو ځای څخه بل ځای ته په موټرو کې تګ راتګ کېده خو "اوس حالت دومره خراب شوی، ‌چې دا ډول تګ راتګ هم په بلک هاک الوتکو کې کیږي. اوس په موټر کې هاغسې تګ راتګ خطرناک دی."
ښاغلي بانګز او ورسره پلاوي له ولسمشر محمد اشرف غني، افغانستان لپاره د امریکا د سفیر، د نړیوالو ځواکونو د قومندان او ځینو نورو افغان چارواکو سره هم لیدلي‌ او خبرې کړي‌دي.

هغه له ولسمشر ټرمپ څخه هم وغوښتل چې افغانستان ته ولاړ شي‌ او هلته حالت په خپلو سترګو وویني.
له دې هر څه سره سره ښاغلی بانکز وايي هلته یوه هیله شته چې ښايي "له طالبانو سره د سولې روانې هلې ځلې نتیجه"ورکړي، خو دی په خپله دا نه انګیري چې دا کار به وشي. جیمز بانکز د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی دی.
د امریکا د کانګرس د دغه غړي‌ تر څرګندونو څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي‌ زلمي خلیلزاد هیله وښوده چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې ښایي‌ له طالبانو سره سوله وشي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري‌ لري‌ چې افغان ځواکونو روزي،‌ سلا مشورې او وسلې ورکوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0yn6649n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته