دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 198425
شمخانی: داعش سوریه او عراق وروسته افغانستان ته تللی
آوا خبرګزاری-تهران: د سیمی هیوادونو ملی امنیت مشاورانو دوهمه ناسته چی ډیر افغانستان او ګاونډی هیوادونو تحولاتو باندی متمرکز دی، نن سهار چهارشنبه( ۲۷ قوس) په تهران کې شروع په کار وکړ. حمدالله محب، د افغانستان ملی امنیت مشاور هم د دوهم ځل لپاره په دی ناسته کې ګډون وکړ.

ددی ناستی په شروع کې، دریابان علی شمخانی، د ایران ملی امنیت عالی شورا مدیر وویل: د تیر ناستې څخه یو کال تیر شو او سیمی کې تحولاتو شاهد یو چی ځینی یی د سیمی ملتونو په ګټه وو او ځینی یی هم خلګو غم او اندوه ډیر کړی دی.
هغه زیاته کړی: زموږ په سیمه کې تروریسم دوام لری او سوله او امنیت سیمه اغیزمنده کړی دی. موږ د تروریزم ریشه سره مبارزی نه بغیر بل چاره نه لرو.
د شمخانی په وینا، د تروریسم ترڅنګ د نورو هیوادونو حضور شاهد هم یو چی تروریسم اصلی ریشه او دلیل وی او تروریسم نور هم زیاته کړی دی.
هغه وویل: افغانستان تیرو ۴۰ کالو کې د جګړی او خرابی سره مخ او اخیرو کلونو کې، داعش په عراق او سوریه کې ماتې وروسته، افغانستان ته تللی او هلته ددی خاوری څخه په ګټه اخیستنې سره خپل تازه اقداماتو باندی لاسپوری کوی.
هغه وویل: دا ناسته غیری علنی دی او افغانستان، هند، چین، ترکمنستان، روسیه او اوزبکستان ملی امنیت رئیسانو حضور څخه منندویه یو.
 
 
https://avapress.com/vdcewv8znjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته