دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 212206
پروان کې يوه کس خپله ميرمن په چاړه وژلې
د پروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې يوه کس خپله ميرمن په چاړه وژلې ده.
)د پروان د پوليسو مشر هارون مبارز ويلي د ميرويس په نوم يوه کس چې د شينواري د خاک سنګو سيمې اوسيدونکى دى، تيره شپه يوولس بجې خپله ميرمن مړه کړې ده.
پوليس وايي دغه کس له سيمې د تيښتې پرمهال د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
د پيښې علت کورنۍ تاوتريخوالى بلل شوى دى.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciurarqt1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته