دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 215319
محب طالبانو ته: د پردیو غلامي بس ده
د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس حمدالله محب ادعا کوي چې طالبان د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اس آی) په لمسون په افغانستان کې جګړه کوي او د خپل هېواد تاسیسات ورانوي.

ښاغلي محب نن پنجشنبه د جولای ۲۳مه (زمري دویمه) د افغانستان د دفاع وزارت د نوي لوی درستیز د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې د طالب مشرانو لوڼې او زامن د پاکستان په کراچۍ او کوټه کې په زده‌کړو بوخت دي خو پر وینا یې دغه ډله په خپل هېواد کې عام افغانان غولوي او د حکومت ضد جګړې ته یې هڅوي.
هغه د طالبانو مشرانو ته په خطاب وویل: "طالب مشرانو دا د شرم ژوند نور پرېږدئ، بې‌عزتي بس ده د یو افغان لپاره، غلامي هم بس ده د یو افغان لپاره، د چا غلامي؟ د یو استخباراتي ادارې غلامي! وشرمېږئ!".
ښاغلي محب د طالبانو له مشرانو څخه وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او خپل هېواد ته راستانه شي.
طالبانو تراوسه د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په کراتو افغان حکومت یوه "مزدوره اداره" بللې ده او په وړاندې یې پر جګړه کولو ټینګار کړی .
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس وویل د وسله‌والو ډلو په خلاف د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جګړه د بهرنیانو لپاره نه بلکې د دغه هېواد له نوامیسو او ارضي تمامیت څخه دفاع لپاره ترسره کېږي.
ښاغلي محب پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، په هر ډول چې کېږي د دښمن په وړاندې خپلې مقابلې ته لا قوت ورکړي او زیاته یې کړه: "ضرورت دې ته دی چې یو غیرمتعارفه جنګ ته قوت ورکړئ، دښمن تر هغې پورې چې خپل شیطانت پرېښی نه وي، زموږ او ستاسو وظیفه دا ده چې له خاورې او خلکو نه دفاع وکړو".
د افغانستان د ملي امنیت شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د سیمې او نړۍ په کچه هڅې روانې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqn9xyak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته