دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 216963
صدیقي: طالبانو سره زموږ زندانیان، د مذاکراتو پر وړاندې یواځينی خنډ دی
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وایي وسله والو طالبانو سره د حکومت یو شمیر زندانیان د دې لامل شوي چې د طالب بندیانو د خوشې کیدو لړۍ بنده شي او بین الافغاني خبرې له بې برخلیکه پاتې شي.
ښاغلي صدیقي چې نن یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې ویل که چیرې طالبان د افغان ځواکونو بندیان ازاد کړي، نو د مذاکراتو پر وړاندې به بل هیڅ خنډ نه وي.
ښاغلي صدیقي که څه هم طالبانو سره د بندي افغان سرتیرو شمیر په اړه څه ونه ویل، خو په وینا یې د دوی شمیر ډير کم دی.
له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي چې د افغان پوځ یو شمیر کومانډو سرتیري او افسران له طالبانو سره بندیان دي چې تر اوسه نه دي خوشې شوي.
که څه هم طالبان وایي دوی د هوکړې سره سم د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازاد کړي دي، خو حکومت وایي په خوشې شوو کسانو کې زیات شمیر یې ملکي وګړي دي.
ښاغلي صدیقي د یو شمیر طالب بندیانو خوشې کیدو پر وړاندې د ځينو هیوادونو غبرګون په تړاو یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دغو بندیانو کې شپږ یا اووه داسې کسان شته چې د افغان دولت نړیوال متحدین یې له خوشې کیدو سره مخالف دي.
صدیقي وویل افغان حکومت له خپلو متحدینو سره پر دې کار کوي چې دې ستونزې ته یوه حل لاره پیدا کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceeqi12bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته