دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 256067
د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې سیلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ ولسوال قاري عبدالغفار حیدري باختر خبري آژانس ته ويلي چې د دغې ولسوالۍ په قمچګ دره کې د سيلابونو د راوتلو له امله د استوګنې په لسګونو کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په دې سيمه کې د سېلابونو له راوتلو وروسته د شاوخوا ٢٠٠ جريبه ځمکې حاصلات له منځه تللي او لسګونه کيلومتره غځېدلي سړکونه هم ويجاړ شوي دي.
 
ځايي اوسېدونکي له مرکزي حکومت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
 
د میدان وردګو ولایت په جلریز او بهسودو ولسوالیو په ځانګړي ډول د سنګالخ او د بالا کجاب په دره کې وروستیو سیلابونو هم درانه مالي زیانونه اړولي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د ميدان وردګو او پروان په ګډون د هېواد په لږ تر لږه لسو ولايتونو کې د سېلابونو راوتلو خبر ورکړى و.
 
https://avapress.com/vdcb00b5zrhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته