دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 256214
د پاکستاني پلاوي سفر کابل ته د پاکستاني طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره
د پاکستاني دیني عالمانو یو پلاوی افغانستان ته راغلی چې د پاکستان د امنیتي چارواکو او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې بیا پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی افغانستان ته راغلی چې د پاکستان د امنیتي چارواکو او د دغه هیواد د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې اترې بیا پیل کړي.
 
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې مخکې هم د پاکستان د پوځي او قومي مشرانو او نورو علماوو یوه ورته پلاوي کابل ته سفر کړی و.
 
د پاکستان د حکومت د کابینې د یوه وزیر د معلوماتو له مخې، د دغه ۱۸ کسیز پلاوي په جوړښت کې چې د دوشنبې په ورځ (د اسد په ۳ مه) کابل ته راغلی، هم شامل دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ له دې مخکې د اسلامي امارت په منځګړتوب د دغه هېواد له تحریک طالبان سره اوربند کړی و.
 
د يادونې ده، چې د پاکستان حکومت هڅه کوي، چې له طالبانو سره د دايمي اوربند په برخه کې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.
 
 
https://avapress.com/vdcfyvd0jw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته