دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 259464
د کابل ښار په پنځمه حوزه کې چاودنې ۳ تنه ټپیان کړل
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند د دغه ښار په پنځمه ناحيه کې نن (شنبه، میزان ۱۶) د چاودنې پخلى وکړ او ويې ويل چې په دې پېښه کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تائید کړه، چې د سړک پر غاړه په یوه لوښي کې ځای پر ځای شوی ماین د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر ته څېرمه وچاودید.
 
خو د پېښې عيني شاهدانو افغانستان انټرنېشنل ته ويلي، چې د پېښې د قربانيانو شمېر له درېيو کسانو ډېر دى.
 
یو عیني شاهد وايي "په دې چاودنه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي".
 
د پېښې ټپيان د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د بيريا روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
عيني شاهدان وايي، چې په يوه کاسټر موټر کې سپاره ټپيان د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي وو.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.
 
خالد ځدراڼ وايي، امنیتي ځواکونه به هڅه وکړي چې د دې چاودنې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
 
https://avapress.com/vdcfv1d0jw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته