دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 265819
ترکیه یو ځل بیا د ۶.۴ درجې زلزلې ولړزوله
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ (د کب لومړۍ نېټه) د ترکیې د هاتای ولایت د ریکټر په کچه د ۶،۴ او ۵.۸ درجې زلزلې ولړزول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکیې د اناتولیا خبری آژانس د خبر له مخې، دغه زلزله د فبرورۍ په ۲۰ د دوشنبې په شپه په ۰۸:۰۴ بجو شوي ده.
 
په راپور کې ویل شوي، چې دغه زلزله د دغه هېواد د هاتای ولایت په دفنا ولسوالۍ کې شوې ده.
 
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوکا اعلان وکړ چې د دغې زلزلې په پایله کې ۲۹۴ تنه ټپیان شوي چې د ۱۸ تنو روغتیايي حالت نازک دی.
 
که څه هم ځینو رسنیو د پرون ماښام په زلزله کې د ۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی، خو کره شمېره یې لا نه ده معلومه.
 
د ترکیې د روغتیا وزیر په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د دغې پېښې د ټپیانو د درملنې هڅې روانې دي، خو وروستۍ زلزلې یو شمېر هغه روغتونونه هم زیانمن کړي چې خدمات یې وړاندې کول او د ټپیانو د درملنې بهیر یې ګړندی کړی دی.
 
د ترکيې د طبيعي پېښو د تنظيم ادارې (افاد) اعلان کړى، چې دې زلزلې په قهرمان ماراش کې ٦٤٠٠ وروسته ټکانونه محسوس کړي دي.
 
په ورته وخت کې په سوریه او ترکیې کې د وروستیو زلزلو په پایله کې تر ۴۶ زرو ډېر کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgqn9xyak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته