دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 270443
ترکیه سوري کډوال بیرته خپل هیواد ته استوي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، هېواد یې د سوریې له حکومت سره خپل هېواد ته د سوري کډوالو د بېرته ستنولو لپاره کار پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې، مولود چاوش اوغلو دغه څرګندونې د یکشنبې په ماښام د ایران، ترکیې، سوریې او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلور اړخیزه غونډه کې چې په مسکو کې جوړه شوې وه، وکړې.
 
دا غونډه د ترکیې او سوریې ترمنځ د اختلافاتو د حل په موخه جوړه شوې وه.
 
چاوش اوغلو په دې خبرې سره چې د ترکیې، سوریې او روسیې د ولسمشرانو د درې اړخیزې غونډې لپاره پلانونه جوړ شوي دي، وویل: سوري کډوال باید د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ستانه شي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې ترکیه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دمشق سره همکارۍ ته چمتو ده.
 
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: د ترکیې او سوریې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو بهیر د سوریې د کړکیچ د حل لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي.
 
دا په تیرو دوو میاشتو کې دریم ځل دی چې مسکو د سوریې په اړه د غونډې کوربه توب کوي.
 
خو د سوریې حکومت په وار وار ویلي چې له انقرې سره هر ډول اړیکې له خپلې خاورې د خپلو پوځیانو ایستل غواړي.
 
خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې ویلي چې له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اراده نه لري.
 
https://avapress.com/vdcfjxd0mw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته