دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 273167
جاپان د ۱۱۴ افغانانو پناه غوښتنه ومنله
د جاپان حکومت اعلان کړی، چې د هغو ۱۱۴ افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې منلي، چې له تېر حکومت وروسته له افغانستان څخه وتلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د جاپان چارواکو دغه موضوع پرون چهارشنبه د سرطان ۲۱مه مطرح کړې ده.
 
د دوی په وینا دغه شمېر افغان پناه غوښتونکي چې ډېری یې په افغانستان کې د جاپان اړوند ادارو د سیمه ییزو دفترونو کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې جاپان ته رسېدلي دي.
 
د حسام صهب د راپور له مخې، دغو پناه غوښتونکو پرون د جاپان د مهاجرت له دفتر څخه خپل د پناهندګۍ اسناد ترلاسه کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې د جاپان حکومت هغه کسان چې د جايکا په دفتر او په کابل کې يې د دغه هېواد په سفارت کې د سيمه ييزو کارکوونکو په توګه کار کړى، د کډوالو په توګه مني.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې جاپان ۱۳۲ افغانان د کډوالو په توګه منلي وو
https://avapress.com/vdcb0fb5zrhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته