دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 273621
په کندهار کې د کور د دیوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي
په قندهار ولايت کې داسلامي امارت سيمه ئيز مسوولين وايي چې په قندهار ښار کې ديوه کور ديوال د نړېدو له امله ديوې کورنۍ درې تنه غړي شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ صابر تایید کړه، چې دغه پېښه د جمعې په شپه ۳ بجې د سرطان په ۳۰ مه د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د «حضرت بلال جومات» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې ددغې کورنۍ يو تن له خپلې ميرمنې او يو زوى سره ووژل شول او ددغې کورنۍ دوه لوڼې او دوه زامن ټپيان شول.
 
بلخوا دکندهار دامنیه قومندانۍ ویاند دولت وزیري زیاتوي چې ددي پېښي ټپیان روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي دي.
 
د دغه دېوال د نړېدو لامل د کور د دېوال نړېدل بلل شوي دي.
 
د خلکو سرچینې زیاتوي چې د دیوال له نړېدو وروسته د کورنۍ ټول غړي تر دیوال لاندې وو.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د چتونو د غورځېدو له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgxw9xqak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته