دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 274826
وسلې، تجهیزات او نظامي وسایط په زیرمو او ډیپوګانو کې ساتل کیږي
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې د ټول هیواد کنټرول د سرپرست حکومت په لاس کې دی او په هیواد کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوي نظامي تجهیزات د اسلامي امارت په زیرمو او ډیپوګانو کې خوندي ساتل کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ناټو څخه د داعش ډلې ته د پاتې شویو وسلو د لیږد په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. .
 
ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ادعا کړې، چې داعش په افغانستان کې خپل عملیاتي ظرفیتونه پراخ کړي دي. په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د ناټو وسلې د طالبانو او القاعدې سره د تړلو ډلو لکه د پاکستاني تحریک طالبان له خوا داعش ته لیږدول کیږي.
 
د دغه راپور په یوه بله برخه کې د داعش له خوا نړیوالې سولې او امنیت ته د ورپېښ ګواښ په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
 
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې ځینو رسنیو ته ویلي، چې سرپرست حکومت د ټول هېواد کنټرول لري او په هېواد کې د امریکايي ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات خوندي دي.
 
ښاغلي کریمي وویل چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې وسلي وپلوري او یا یې له هیواده بهر انتقال کړي او یا یې له قانون پرته وکاروي.
 
په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خیل افغان غږ خبری آژانس ته وویل، که د ملګرو ملتونو راپور ریښتیا وي، نو په نږدې راتلونکي کې به دا مسئله د اسلامي امارت لپاره لوی ګواښ وي، نو ځکه د اسلامي امارت لپاره اړینه ده د تروریستي ضد وسایلو د انتقال د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.
 
هغه اشاره وکړه چې زه فکر نه کوم چې د ناټو څخه پاتې پوځي تجهیزاتو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي په اړه د ملګرو ملتونو راپور ریښتیا دی، ځکه چې د اسلامي امارت د غړو لخوا ترهګرو ډلو ته د نظامي تجهیزاتو لیږد د دوی لپاره لوی ګواښ دی.
 
ابراهیم خیل همداراز زیاته کړه چې په اوسنیو حالاتو کې اسلامي امارت نظامي تجهیزاتو ته اړتیا لري نو له همدې امله نورو ډلو ته د نظامي تجهیزاتو لیږد د اسلامي امارت د تجهیزاتو د کمښت لامل کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست له سقوط او په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د سیمې اکثره هیوادونه د امریکا پوځي تجهیزاتو ته د ترهګرو ډلو د لاس رسي په اړه اندیښمن وو.
 
https://avapress.com/vdcewe8wpjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته