دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 275248
د کډوالو نړیوال سازمان په کندهار ولایت کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل
د کډوالو د نړیوال سازمان چارواکي وايي چې د کډوالو نړیوال سازمان د کندهار ولایت په سپین بولدک سیمه کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په سپین بولدک کې د دغه سازمان د دفتر له پرانستل کیدو سره د کډوالو د نړیوال سازمان د دفتر فعالیتونه بیرته پیل شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې ادارې دوه مياشتې وړاندې د کندهار په سپين بولدک کې خپل فعاليتونه بند کړي وو او د کډوالو چارو وزارت او د کډوالو د نړيوال سازمان د مسوولينو تر منځ له ناستو وروسته دغې ادارې په سپين بولدک کې خپل دفتر پرانيست.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړه چې د کډوالو اداره ژمنه کړې چې په کندهار کې د خپل دفتر په پرانیستلو سره به راستنیدونکو ته خدمات وړاندې کړي او افغان لوري او د یادې ادارې استازي په ګډه کار کوي.
 
https://avapress.com/vdcdok0xjyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته