دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 277840
په کندهار ولایت کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې پیل شوې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د ۲۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د څلورو تاریخي ابداتو د بیارغونې کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت چارواکي وايي، په دې تاریخي زیرمو کې د میرویس خان مقبره، د احمدشاه بابا مقبره او کورلی  او په سپین بولدک کې د احمدشاهي حوض شامل دي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت په دغه ولایت کې د څلورو تاریخي حوضونو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
 
هغه څرګنده کړه، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ٢٦٠ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر نورو تاريخي آبداتو د بيارغونې چارې روانې دي.
 
بل خوا د کندهار ولایت سوداګر او سیمه ییز چارواکي د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلی کوي او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې کړې ده.
 
په دې اړه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس انعام الله سمنګاني وویل: د اسلامي امارت څخه د زړه له کومې مننه کوو چې زموږ غوښتنې ته یې مثبت ځواب ورکړ او الحمدلله د دغو ابداتو د بیارغونې لپاره کافي بودیجه په پام کې نیول شوې ده. "
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هېواد تاریخي اثار د ویجاړېدو او له منځه تللو په حال کې دي او که حکومت ورته جدي پاملرنه ونه کړي، په نږدې راتلونکي کې به له منځه ولاړ شي.
 
https://avapress.com/vdcdo50xzyt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته