دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 278941
په روان میاشت کې له سلو زیاتو بهرنیو سیلانیانو کندهار ولایت ته سفر کړی دی
د کندهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې په روانه مياشت کې تر سلو زياتو بهرنيو سيلانيانو د کندهار له تاريخي او طبيعي ځايونو ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه (میزان ۳۰) د کندهار ولایت رسنیز دفتر په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د میزان په میاشت کې تر سلو زیاتو بهرنیو سیلانیانو د کندهار له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
 
د کندهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، ډېرى دغه سيلانيانو له تاريخي ودانيو لکه د احمدشاه بابا او ميرويس نيکه مقبرې، شاه بازار، چهل زیني، د نارنج ماڼۍ او يو شمېر طبيعي ځايونو څخه ليدنه وکړه.
 
د کندهار رسنیز دفتر همداراز زیاتوي، چې دغه سیلانیان د امریکا، هسپانیې، کاناډا، چین او یو شمېر نورو هېوادونو وو.
 
د يادونې وړ ده، چې په ټول افغانستان کې د امنيت ټينګښت د دې لامل شوى، چې بهرني سيلانيان دغه هېواد ته سفر وکړي او د افغانستان له تاريخي سيمو څخه ليدنه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcgt79xqak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته