دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 281033
په کندهار کې د زعفرانو لومړنی نندارتون
په کندهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د "کندهاري زعفرانو" په نوم نندارتون جوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس: په دغه نندارتون کې د دې ولایت د ولسوالیو بزګرانو خپل محصولات نندارې ته ایښي دي.
 
دغه نندارتون د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې جوړ شوی و.
 
په دې نندارتون کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ اوبولګولو رييس، د کندهار ښاروال، د اقتصاد رئيس، د افغانستان لپاره د هالنډ ولايتي کمېټې مسوولينو او بزګرانو برخه اخيستې وه.
 
د کندهار د کرنې رئیس محمود مظلوم د دغه نندارتون د جوړېدو له امله له مسوولینو مننه وکړه.
 
ښاغلی مظلوم وايي: په کندهار کې په ټولیز ډول ۴۴۱ جریبه زعفران کرل شوي چې له دې جملې څخه ۱۱۵ جریبه د هالنډ کمېټې او پاتې ۳۲۶ جریبه د نورو موسسو په مرسته کرل شوي دي.
 
مظلوم دغه راز زياته کړه، د کندهار د اوبو، هوا او خاورې کيفيت د زعفرانو د کښت لپاره مناسب دی او د کوکنارو د کښت لپاره مناسب بديل کېدای شي./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcc1sqi12bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته