دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 281870
د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۳۵ کیلومتره سړک د پخولو چارې بشپړ شوي
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵ کیلومتره سړک او ۴۶ پلچکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس) - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د قوس په ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سړک د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا د (UNOPS) ادارې په مالي مرسته بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه رياست د اعلاميې له مخې، دغه سړک شپږ متره سور لري او د شاه وليکوټ ولسوالۍ د توغراک له سيمې څخه د زابل ولايت د ميزان ولسوالۍ تر درشک سيمې پورې غځېږي.

د دغه سړک د کار په ترڅ کې د شاوليکوټ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره يې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې دي.

په همدې حال کې دغه وزارت په يوه بله اعلاميه کې په لغمان ولايت کې د ٢،٥ کيلومتره سړک د جوړولو د پيل خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د تري کلا له کلي څخه تر اسمار پورې د ۲.۵ کیلومتره سړک د جوړولو کار د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لورې پیل شو. "

د يادونې وړ ده، چې د دغه سړک د جوړېدو پر مهال ۵۰ ټنه د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې د سلګونو کورنيو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
https://avapress.com/vdcbz8b5grhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته