دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 284074
د تورخم لاره د هغو موټر چلوونکو پر مخ تړل شوې چې پاسپورټونه یې وخت ونلری
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستان به له پرون ماښام راهیسې هغو موټر چلوونکو ته چې پاسپورتونه یې وخت ونلری هېواد ته د ننوتو اجازه ور نه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - ننګرهار: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر د جدی په ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له پاکستاني لوري سره د دغې ننګونې د حل په موخه خبرې روانې دي.

دغه دفتر زیاته کړې، چې دغه موټر چلوونکي له پرون راهیسې د تورخم په دروازه کې ولاړ دي.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي مشر نقیب الله صافی وايي، پاکستاني چارواکو یو ځل بیا پرېکړه کړې چې په تورخم کې هغو موټر چلوونکو ته چې پاسپورټونه یې تېر شوي وي، د ننوتو اجازه نه ورکوي.

د ښاغلي صافي په خبره، دا لار له تېر ماښام راهیسې تړل شوې ده.

په ورته وخت کې د تورخم لاره څه موده وړاندې د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پر مخ تړل شوې وه.

خو راپورونه ښيي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د تېرو کلونو په پرتله ډېره کمه شوې ده.
https://avapress.com/vdca0ynuy49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته