افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې لس حملې کړې چې په نتیجه کښې یې ۸۲ تنه شهیدان او ۱۲۲ نور ژوبل شول.
له بلې خوا د غزې تړانګې د دولتي اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې په غزې د صهیونیسټي رژیم د تیریو د قربانیانو شمیر ۱۱۰ زرو ته رسیدلي چې، شهیدان، زخمیان او لادرکه شوی پکې شامل دی.