افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د حوت ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې د روژې په مبارکه میاشت کې په دولتي ادارو کې د کار پیل او پای مشخص کړی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دولتي ادارو کاري ساعتونه د پنجشنبې په شمول له وقفې پرته د سهار په ٩ بجو پيل او د ماسپښين په دوو بجو پاى ته رسيږي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې تولیدي، خدماتي، تل فعاله سکتورونه، خپرونکئ، روغتیا، پوهنې او د لوړو زده کړو مؤسسې کولی شي د خپلو کارکوونکو د کار پیل او پای د کاري ځانګړتیاوو او اقلیمي شرایطو او اړوند مقرراتو په پام کې نیولو سره تنظیم کړي.