دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 287428
پاکستان ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه
د تورخم د کمیسارۍ چارواکو د دغه کمیسون د کشف ریاست له خوا پاکستان ته د ۱۱ تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تورخم کمیسارۍ چارواکي وايي، چې د کشف امریت یې پاکستان ته د ۱۱ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

دغه کمېشنر زیاتوي چې د دغو تاریخي اثارو د قاچاق په تور یو کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان ته د افغانستان د تاریخي اثارو د قاچاق مخه څو ځله د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.
https://avapress.com/vdcgxu9x7ak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته