افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د غوړیو د تولید یوې فابریکې په کار پیل وکړ.
د چارواکو په وینا، دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د یو ټن غوړیو د تولید ظرفیت لري.
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د توليدي فابريکو پرانېستل ډېر شوي دي.