افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان له استازي ډاکټر جمشید تانولي په افغانستان کې د روغتیا سازمان مسؤل او د OCHA دفتر چارواکو سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول یې له لومړیتوبونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په بېلابېلو برخو کې د هېواد د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ کړو.
په ورته وخت کې د نړیوالو بنسټونو مسوولینو په دې ناسته کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.