دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۳
د مطلب کود : 33177
پاکستان له افغانستانه وغوښتل چې چاته اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د پاکستان پرضد استعمال شي
پاکستان په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو د خپلې ترانزیتي لارې د بندولو او د بلوچستان له شمسي اډې څخه په پنځلس ورځو کې د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه له خپلې پرېکړې امریکا او بریتانیا رسماً خبر کړل.
تاند - پاکستان په خپله خاوره کې د ناټو ځواکونو د شنبې د شپې د بمبارۍ په ارتباط پر افغانستان هم اعتراض وکړ او ویې ویل چې د دسمبر په دوهمه نېټه د بون په دوهم کنفرانس کې پر خپل ګډون له سره غور کوي.

د بون په کنفرانس کې نه یوازې د افغانستان د تېرو لسو کلونو پر پروګرامونو بیاکتنه کېږي بلکې له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هم بحث کېږي. په دې کنفرانس کې د افغانستان د ګاوندیو هیوادونو ګډون خاص اهمیت لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له اعلانه وروسته وویل، سره له دې چې پاکستان رسماً د بون په کنفرانس کې د نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي خو هیله لري چې دا هیواد به د بون کنفرانس د خپلو ۲۸ عسکرو د وژل کېدو په اعتراض کې بایکاټ نه کړي.

په همدې حال کې پاکستان په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو د خپلې ترانزیتي لارې د بندولو او د بلوچستان له شمسي اډې څخه په پنځلس ورځو کې د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه له خپلې پرېکړې امریکا او بریتانیا رسماً خبر کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر امریکا او بریتانیا ته د خپل هیواد د دفاعي کابینې د پرېکړې په اړه د ترکیې له باندنیو چارو وزیر سره هم خبرې وکړې.

حنا رباني کهر د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د افغانستان حکومت باید داسي اقدامات وکړي چې د دغه هیواد له خاورې څخه د پاکستان پرضد کار وانخیستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ته ټېلفون وکړ او د ناټو ځواکونو د هیلي کوپترو په وسیله یې د پاکستاني پوځیانو پر وژل کېدو خواشیني او خپګان څرګند کړ.حنا رباني کهر د امریکا د باندنیو چارو وزیرې مېرمن کلنټن ته وویل چې دا ډول حملې د پاکستان لپاره د نه منلو وړ دي ځکه چې دا د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سرغړونه ده.

مېرمن کلنټن وویل چې امریکا به د دې پېښې په اړه بشپړ تحقیقات وکړي.

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي هم په جلا جلا پیغامونو کې پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyzap.t1apy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته