د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي وايي، چې په کابل ښار کې به د ګازو د بیو د کنټرولولو لپاره یو ځلې بیا د دې وزارت د څارنې ټیم ته د جدي اقداماتو لارښوونه وکړي.
نوموړي دغه خبره له ازادي راډ یو سره په یوې ځانګړې مرکې کې د کابل د یو شمېر ښاریانو د شکایت په ځواب کې وکړه، چې وايي، حکومت لا هم د ګازو د بیو په بیرته را ټیټولو نه دی توانیدلی دی.
افغان چارواکو پخوا هم ویلي وو، چې اجازه به ورنه کړي، چې په کابل ښار کې یو کیلو ګرام ګاز له پنځه پنځوسو افغانیو لوړ وپلورل شي، خو بیا هم په دې ښار کې د ګازو بیه له اتیا افغانیو لوړه ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)