دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 35099
د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکو په دې ولايت کې د سپکو او درنو وسلو د يوه لوي
د پکتيکا ولايت امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چې د ځينو کشفي راپورونو پر اساس يې د يوسف خيلو ولسوالۍ د تور توت د حسن چینې په سيمه کې عمليات ترسره کړيدي چې په پايله کې د سپکو او درنو وسلو يو لوي ډيپو کشف او نيول شوی دی
 ډیپو د کشف او نيولو خبر ورکړ، ددې ولايت امنیه قومندان وايي چې په ورته وخت کې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسلوالو مخالفینو د يوه سيمه ايز قومندان په ګډون درې تنه وسلوال مخالفین نيولي او درې نور د پوليسو سره د نښتې پر مهال وژل شويدي.

د پکتيکا ولايت امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چې د ځينو کشفي راپورونو پر اساس يې د يوسف خيلو ولسوالۍ د تور توت د حسن چینې په سيمه کې عمليات ترسره کړيدي چې په پايله کې د سپکو او درنو وسلو يو لوي ډيپو کشف او نيول شوی دی، د ځدران په وينا له ياد ډيپو څخه په ترلاسه شويو سپکو او درنو وسلو کې ۱۸دانې د ۸۵ میلیمتري توپ ګولۍ، ۷ دانې د ۸۲ میلیمتري توپ ګولۍ، ۹ دانې د ۲۳ میلیمتري توپ ګولۍ، ۸ دانې ماين پاورونه، بیلابیل ډوله لینونه او نور چاودیدونکي توکي شامل دي

ځدران دا هم وويل چې په سیمه کې له لنډې نښتې وروسته دوه تنه هغه وسلوال مخالفین هم ژوندي نيول شويدي چې ګمان کيږي دوي به په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو د ياد ډیپو ساتنه کوله بل پلو په همدې مهال د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ د مناري په سيمه کې د ملي پوليسو او د دولت د وسلوالو مخالفینو ترمنيځ نښه شوي، د پکتيکا ولايت امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران د نښتې پخلی کوي او وايي چې نښته هغه وخت رامنيځ ته شوه چې ملي پولیس په سيمه کې ګزمه بوخت وو.

ځدران وويل د نښتې په پايله کې د وسلوالو مخالفینو يو سيمه ایز قومندان نيول شوی او درې تنه ملګري یې وژل شويدي له دوی څخه يو راکټ، يو ميل پیکا او ۲ کلاشنکوفونه، هم د ملي پوليسو لاسته ورغلي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnz0s.yt0kn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته